سرچینې وايي، هرات ولایت کې د طالبانو یوه غړي خپله مېرمن تر وهلو ټکولو وروسته زندۍ کړې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه دوشنبې سلواغې ٢٣مه د هرات ښار په څلورمه ناحيه کې رامنځته شوې ده.
دغې سرچینې ویلي، دغه طالب له دې نجلۍ سره یې په زوره واده کړی او د بې اتفاقۍ او اختلاف له امله یې لومړی وهلې او وروسته یې په زندۍ وژلې ده.
ویل کیږي، چې د نجلۍ کورنۍ له پېښې وروسته د خپلې لور د جسد د ښخولو مخه ونیوله.
سرچينې زياته کړه، چې د دې نجلۍ جسد اوس د هرات عدلي طب کې ساتل شوى دى.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو اکثرو چارواکو د افغانستان د واک تر لاسه کولو وروسته د دویمې، دریمې او څلورمې میرمنې د ترلاسه کولو لپاره زور او پیسې کارولې.
جمهورخبري آژانس