د طالبانو د خوست ښاروال وايي، په دغه ښار کې یو ډله ییز قبر موندلی شوی دی.
دغې ادارې د دوشنبې په ورځ د سلواغې ۲۳مه وویل چې دغه قبر د دغه ولایت په «سلباني» سیمه کې د اوبو د یوه کوچني بند د جوړولو په موخه د کیندلو پر مهال موندل شوی دی.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې، په دغه ډله ييز قبر کې د شاوخوا سلو تنو جسدونه موندل شوي دي.
ویل کیږي چې په ډله ایز قبر کې یو شمیر ښځې او ماشومان هم ښخ شوي دي.
د خوست ښاروال دا هم ویلي، چې د دغو جسدونو پر پاتې شونو پاتې شوې نښې ښيي، چې دوی د ډزو په پایله کې وژل شوي دي.
د دغه رياست په وينا، د دې وژنې وخت او انګيزه معلومه نه ده.
جمهورخبري آژانس