يو مولوي د طالبانو د وياند د مرستيال په توګه وټاکل شو

23 دلو 1402 ساعت 10:39

د طالبانو د ډلې مشر ملا هبت الله اخندزاده د طالبانو د ډلې د ویاند د مرستیال په توګه ملا حمدالله فطرت نومولی دی.


د طالبانو د ډلې مشر ملا هبت الله اخندزاده د طالبانو د ډلې د ویاند د مرستیال په توګه ملا حمدالله فطرت نومولی دی.

د طالبانو د ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد نن سهار (دوشنبې سلواغې ۲۳) په خپله فسبوک پاڼه لیکلي چې نوموړی د دغې ډلې د مشر ملا حمدالله فطرت په لارښوونه د طالبانو د امارت د ویاند د مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.

په افغانستان کې د طالبانو د ډلې له واکمنۍ سره، ټول دولتي پوستونه له ملایانو ډک شوي او مسلکي کسان د بېلابېلو دلایلو له مخې له دولتي پوستونو لرې کېږي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 168742

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/168742/

جمهور
  https://www.jomhornews.com