په سمنګانو کې باخبره سرچينې وايي چې په دغه ولايت کې يو سيمه ييز خبريال د طالبانو له خوا نيول شوى دى.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه سيمه ييز خبريال سيف الله کريمي دى او په سمنګانو ولايت کې د پژواک خبري اژانس لپاره کار کوي.
ښاغلی کریمي د سې شنبې په ورځ د سلواغې په ۲۱ مه د سمنګان د والي له خوا تر احضارولو وروسته ونیول شو.
سرچینه زیاتوي، چې تر اوسه د سیف الله کریمي د برخلیک په اړه څه نه دي ویل شوي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د افغانستان د واک تر لاسه کولو وروسته په دغه هېواد کې د خبریالانو پر کار سخت بندیزونه ولګول او په دې موده کې یې لسګونه خبریالان د خبرونو د چمتو کولو په بهیر کې وهلي، وهلي، نیولي او زنداني کړي دي.
جمهورخبري آژانس