د طالبانو د افغاني سرې میاشتې عمومي ریاست اعلان وکړ چې د خوست ولایت زلزله ځپلو ته یې سل کورونه جوړ کړي دي.
د افغاني سرې مياشتې سرپرست مولوي مطيع الحق خالص وويل، چې په خوست ولايت کې د تېر کال د زلزله ځپلو کورنيو لپاره د استوګنې ١٠٠ کورونه او ٨١ تشنابونه په سپېره ولسوالۍ کې زلزله ځپلو کورنيو ته وسپارل شول.
طالب ډلې ویلي چې د دغو کورنیو کورونه د تېر کال په زلزله کې په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.
جمهورخبري آژانس