د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې د سرو زرو د کان د نړېدو په پایله کې ۳ تنه کارګران مړه او ټپیان شول.
په سيمه کې ځايي سرچينو ويلي، چې دغه پېښه د چهارشنبې په ورځ د سلواغې په ١٨مه د بدخشان د وردوج ولسوالۍ په "جنګل مغزدر" سيمه کې رامنځته شوې ده.
د معلوماتو له مخې په دغه چاودنه کې ۲ تنه مزدور عسکر ووژل شول، ۱ بل ژوبل دی.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د هېواد په شمالي ولايتونو کې د کانونو کارګرانو ته د ورته پېښو قربانيان شوي دي.
د ماینونو غیر معیاري استخراج د دې ډول پیښو یو له لاملونو څخه دی.
جمهورخبري آژانس