په پکتيا کې د يوه ځوان مړى موندل شوى دى

18 دلو 1402 ساعت 14:59

د پکتيا ولايت امنيتي سرچينې وايي چې د دغه ولايت په څمکنيو ولسوالۍ کې د يوه ځوان مړى چې په چړو وهل شوى و، موندل شوى دى.


د پکتيا ولايت امنيتي سرچينې وايي چې د دغه ولايت په څمکنيو ولسوالۍ کې د يوه ځوان مړى چې په چړو وهل شوى و، موندل شوى دى.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دغه ځوان مړى د سلواغې په ١٧مه، د سيمې د اوسېدونکو له خوا د څمکنيو ولسوالۍ له چنارګي سيمې موندل شوى دى.

سرچينې زياته کړې، چې دغه ځوان، چې د پکتيا ولايت د ډنډ پټان ولسوالۍ اصلي اوسېدونکى و، د دوشنبې په ورځ نادرکه شوى دى.

ويل کيږي چې دغه ځوان د چړې په واسطه وژل شوى دى.

د دې پېښې انګېزه او عاملین لا هم معلوم نه دي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 168597

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/168597/

جمهور
  https://www.jomhornews.com