د طالبانو د اقتصاد وزیر د اروپايي ټولنې له استازي سره وکتل

18 دلو 1402 ساعت 10:54

د طالبانو د ډلې د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دین محمد حنیف د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکولسن سره وکتل.


د طالبانو د ډلې د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دین محمد حنیف د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکولسن سره وکتل.

د طالبانو ډلې د اقتصاد وزارت نن چهارشنبه  وویل چې په دې کتنه کې دواړو لورو د اقتصادي همکاریو پر پراختیا، د بشري مرستو پر دوام او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او د اقتصادي ودې په موخه د پراختیايي پروژو پر تطبیق خبرې وکړې. 

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 168572

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/168572/

جمهور
  https://www.jomhornews.com