د طالبانو د ډلې د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دین محمد حنیف د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکولسن سره وکتل.
د طالبانو ډلې د اقتصاد وزارت نن چهارشنبه وویل چې په دې کتنه کې دواړو لورو د اقتصادي همکاریو پر پراختیا، د بشري مرستو پر دوام او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او د اقتصادي ودې په موخه د پراختیايي پروژو پر تطبیق خبرې وکړې.
جمهورخبري آژانس