په فارياب کې يوه ځوانه ميرمن په ډزو سره ووژل شوه

18 دلو 1402 ساعت 9:10

په فاریاب ولایت کې عامه سرچینې وايي چې د دغه ولایت په شیرین تګاب ولسوالۍ کې یوه ځوانه ښځه د نامعلومو کسانو له خوا وژل شوې ده.


په فاریاب ولایت کې عامه سرچینې وايي چې د دغه ولایت په شیرین تګاب ولسوالۍ کې یوه ځوانه ښځه د نامعلومو کسانو له خوا وژل شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د دوشنبې په ورځ د سلواغې ١٦مه د فارياب ولايت د شيرين تګاب ولسوالۍ په "عرب توپخانه" کلي کې رامنځته شوې ده.

دغه ۱۸ کلنه مېرمن نسيمه نومېده.

د دې پېښې لامل او عاملین لا هم معلوم نه دي.

خو؛ وسله والو طالبانو ويلي، چې د دې پېښې په تړاو يې د وژل شوې مېرمنې مېرمن، وراره او د تره زوی يې نيولي دي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 168555

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/168555/

جمهور
  https://www.jomhornews.com