د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور وايي، تازه یې ۴۰۰ کان کېندونکو ته د پنجشېر ولایت د زمردو د استخراج جوازونه ورکړي دي.
دغه وزارت نن د لیندۍ ۱۶ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، شهاب الدین دلاور دغه جوازونه د کابل د جګدلک د یاقوتو کان وړاندیز خلاصونې په مراسمو کې و وېشل.
دلاور وايي، شاوخوا ۱۵۰۰ د زمردو کانونه په پنجشېر ولایت کې تثبیت شوي دي، چې ۴۰۰ کان کېندونکو ته یې د استخراج جوازونه ورکړل شول او دغه راز کابو لس زره کسانو ته په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوه.
نوموړي ویلي، تر اوسه پورې د ۲ میلیون ډالرو په ارزښت ۲۰ زره قیراطه زمردو په ۷ داوطلبیو کې پلورل شوي دي.
هغه دا هم زیاته کړې، چې دوی هڅه کوي د زمردو د پلور لپاره انلاین داوطلبي وکړي تر څو د کورنیو سوداګرو تر څنګ بهرني سوداګر هم وکولی شي ګډون په کې وکړي.
جمهورخبري آژانس