د یوه داخلي ایپیکس ۲ شرکت رییس عتیق الله نوشېر وايي، دوی لېواله دي، چې د افغانستان پر کانونو پانګونه وکړي.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت نن د لیندۍ ۱۵ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ښاغلي نوشېر دغه څرګندونې د یاد وزارت له سرپرست شهاب الدین دلاور سره په کتنه کې کړې دي.
د ایپیکس ۲ شرکت رییس ویلي، افغانستان کې پر کانونو پانګونې ته ښه زمینه برابره شوې او دوی لېواله دي، چې پر کانونو په ځانګړې توګه د سروزرو، سرپو، جست او مسو پر کانونو د پانګونې لپاره لېواله دي.
جمهورخبري آژانس