د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت د برېښنا مارکېټ حقوقي مشر وايي، دوی په نړیوالو معیارونو سم د بریښنا منظم مارکېټ جوړولو په هڅه کې دي.
محمد حارث زرمتي بغلان کې د افغان نساجۍ برېښنا بند فابریکې څخه د لیدنې په موخه د دغه دستګاه د حقوقي او تخنیکي ستونزو د حل او د وسایلو د پراختیا د پلانونو په اړه یې خبرې وکړې.
د برېښنا د مارکېټ حقوقي مشر وويل، چې د برېښنايي خدمتونو د تنظيم عمومي رياست په دې کار کوي، چې په ملي او نړيوالو معيارونو برابر برېښنايي مارکېټ جوړ کړي.
جمهورخبري آژانس