په تخار ولایت کې د بشري ټولنې لپاره د سعادت موسسې اعلان کړی، چې د ۲۰۰ ماشومانو د شونډو او تالو په وړیا توګه جراحي عملیات کوي.
د دې ادارې مشر نورالله عرفاني وايي، چې په راتلونکو ۱۵ ورځو کې به د دغو ماشومانو جراحي ترسره شي.
د هغه په وينا، دغه ماشومان د تخار ولايت له ١٦ ولسواليو څخه دي او د غوږ او ستوني د متخصص له خوا به يې درملنه وشي.
هغه وویل چې په دې پروسه کې به یوازې هغه ماشومان چې عمرونه یې څلور کلن وي درملنه کیږي.
مات شونډه او تالو د زیږون یو ډول نیمګړتیا ده او ځینې ماشومان د دې نیمګړتیاو یا دواړو سره زیږیدلي دي.
جمهورخبري آژانس