د طالبانو د ډلې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور د قرغزستان له سوداګرو سره په کتنه کې ویلي، د بهرنیو پانګوالو لپاره د فرصتونو په برابرولو کار کوي.
یاد وزارت نن د لیندۍ ۱۳ مه په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې، قزغزي پانګوالو د افغانستان په کاني زېرمو پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړه او د پانګونې لپاره یې د همکارۍ او زمینې برابرولو غوښتنه وکړه.
شهاب الدین دلاور دوی ته ډاډ ورکړی چې د پانګونې د زمینې د برابرولو په خاطر به له بهرنیو پانګوالو سره همکاري ونه کړي.
جمهورخبري آژانس