مجاهد: د امریکا راپور ناسم دی، افغانستان امن دی

12 قوس 1402 ساعت 14:59

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ترهګرۍ په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کلني راپور ته په غبرګون کې ویلي، افغانستان امن دی باید د امن سیمې په توګه وپېژندل شي.


د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ترهګرۍ په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کلني راپور ته په غبرګون کې ویلي، افغانستان امن دی باید د امن سیمې په توګه وپېژندل شي.

نوموړي نن یکشنبې د لیندۍ ۱۲ مه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې  افغانستان د اسلامي امارت په تېره دوه کلنه دوره کې هېڅ هېواد ته ګواښ نه وو.

دی وايي، دوی د هر هغه پدیدې پر وړاندې چې په افغانستان کې ناامنیو ته لمن وهي خپله جدي مبارزه پیل کړې او په افغانستان کې سرتاسري امنیت ټینګ دی.

مجاهد ویلي، په تېرو دوه کلونو کې د افغانستان له خاورې د تشویش څرګندونې بې ځایه دي، موږ یې ردوو. ټول هېوادونه باید افغانستان د امن سیمې په توګه وپېژني.

د یادونې ده، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ۲۰۲۲ کال په خپل کلني راپور کې ادعا کړې، چې په افغانستان کې القاعده، داعش او نورې سیمه ییزه ترهګرې ډلې فعالې پاتې دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 166434

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/166434/

جمهور
  https://www.jomhornews.com