په پنجشیر کې سرچینې وايي، طالبانو په دغه ولایت کې د خراسان راډیو ودانۍ په پوځي اډه بدله کړې ده.
دغو سرچینو په ډاګه کړې، چې طالب ځواکونه له دوو کلونو راهیسې د پنجشیر د مرکز په «پارخ» سیمه کې د دې راډیو په ودانۍ کې ځای پر ځای شوي او تر اوسه یې دغه ځای نه دی نیولی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، طالبانو د خراسان راډيو وسايل له منځه وړي او دغې راډيو ته يې ډېر مالي زيانونه اړولي دي.
ویل کېږي چې د دغې خصوصي راډیو مسوولین له دوو کلونو راهیسې هڅه کوي چې د دې راډیو ودانۍ له وسله والو طالبانو خالي کړي. خو دغو هڅو تراوسه کومه نتیجه نه ده ورکړې.
د يادونې وړ ده چې خراسان راډيو په پنجشير ولايت کې يوازينۍ خصوصي راډيو ده.
جمهورخبري آژانس