د مقاومت د جبهې د بهرنیو اړیکو مشر علي میثم نظري وايي، دغه جبهه د طالبانو پر وړاندې د افغانانو د بریا هیله ده.
ښاغلي نظري د سې شنبې په ورځ د لیندۍ ۷مه په تاجکستان کې د هرات د ۱۱مې امنیتي غونډې په دویمه ورځ وویل چې په دې دوه نیمو کلونو کې موږ په دې نه یو توانېدلي چې له افراطیت سره د مبارزې په برخه کې یوه پرېکړه وکړو.
هغه دا هم وویل چې د افغانستان د ملي مقاومت جبهه د طالبانو په وړاندې د خلکو د بریا هیله ده. ځکه د دې جبهې هدف په افغانستان کې یوه مشروع حکومت ته رسېدل دي.
د هغه په وينا، پخوانى داستان، فکر او سياست نور د افغانستان لپاره کار نه کوي.
جمهورخبري آژانس