۰

د طالبانو د سترې محکمې به بنسټونو کې نوې ټاکنې شوې دي

سی شنبه ۷ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۰۷
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوند زاده  تازه فرمان کې د سترې محکمې په څو بنسټونو کې نوې ګمارنې کړې دي.
د طالبانو د سترې محکمې به بنسټونو کې نوې ټاکنې شوې دي
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوند زاده  تازه فرمان کې د سترې محکمې په څو بنسټونو کې نوې ګمارنې کړې دي.
 
ذبیح الله مجاهد د لیندۍ ۶ مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي:  ملا هبت الله اخوندزاده د مرکزي دار الافتا عمومي ریاست مخکنی غړی سلطان محمد د سترې محکمې د دارالافتا د رییس په توګه، د کندهار ولایت د استناف محکمې مخکنی رییس مولوي عبدالغفار بحر د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو د رییس، د سویل لوېدیځ زون د تمیز عالي ریاست مخکنی غړی مفتي شرف الدین د همدې زون د تعلیماتو د رییس، د سترې محکمې د دارالافتا مخکنی رییس مولوي عزیزالله مظهري د سویل لوېدیځ زون د تمیز عالي ریاست د نظامي دیوان د رییس، د سویل لوېدیځ زون د تمیز عالي ریاست د نظامي یودان مخکنی رییس شیخ غلام حضرت د کندهار ولایت د استیناف محکمې د رییس او د کندهار ولایت د استناف محکمې د مدني دیوان مخکنی رییس مفتي عبدالجلیل د زابل ولایت د استناف محکمې د رییس په توګه ټاکل شوي دي.
 
د نیمروز ولایت د استناف محکمې مخکنی رییس مولوي عبدالخالق د بادغیس ولایت د استناف محکمې د رییس، د بادغیس د استناف محکمې مخکنی رییس مولوي عبدالخالق د نیمروز ولایت د استناف محکمې د رییس د زابل ولایت د علماوو شورا رییس مولوي عبدالجبار آغا د کندهار ولایت د استناف محکمې د عامه امنیت دیوان د رییس، د کندهار ولایت د استناف محکمې د عامه امنیت دیوان مخکنی رییس مولوي مغفوراله د دغه ولایت محکمې د مدني دیوان د رییس، د مرکزي دارالافتا مخکنی غړی مفتي محی الدین د سترې محکمې د دارالافتا د غړي په توګه او د مرکزي دارالافتا مخکنی غړی مفتي عبدالنور د سترې محکمې د دارالافتا د غړي په توګه ټاکلي دي.
 
جمهورخبري آژانس

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي