سیمه ییزې سرچینې وايي، د دایکنډي ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې یوه ځوان خپل ځان په دار ځړولی دی.
دغه کس پرون د لیندۍ ۵ مه د دايکنډي ولايت د "نوغون آباد" په کلي کې ځان په دار ځړولى دى.
ځايي اوسېدونکو دغه سړى د داوود په نوم ياد کړى وايي، د ښاروالۍ د فيض اباد کلي اصلي اوسېدونکی و.
د دغه سړي د ځان وژنې علت لا هم معلوم نه دی.
خو په نورو پېښو کې د هېواد اتباعو د سختې بې وزلۍ او بېکارۍ له امله ځان وژنې کړې دي.
جمهورخبري آژانس