د ملي مقاومت په نوم د طالبانو ضد جبهې په تخار ولایت کې د طالبانو پر رینجر د چاودنې مسوولیت په غاړه اخیستی دی.
دغې جبهې پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دې چاودنه کې په رينجر موټر کې سپاره درې طالبان وژل شوي دي.
د خبر په اساس په دغه چاودنه کې د طالبانو رینجر ویجاړ شو.
دا چاودنه د شنبې په ورځ د تخار په مرکز تالقان ښار کې شوې ده.
د مقاومت جبهې ویلي، په دې چاودنه کې د دغې جبهې ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.
جمهورخبري آژانس