ملا هبت الله د دریو ولایتونو والي بدل رابدل کړل

6 قوس 1402 ساعت 10:07

د طالبانو مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د دوی مشر ملا هبت الله د دریو ولایتونو والیان رد او بدل کړی دي.


د طالبانو مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د دوی مشر ملا هبت الله د دریو ولایتونو والیان رد او بدل کړی دي.

مجاهد ویلي، د ملا هبت الله اخوندزاده د حکم پر اساس د دایکنډي مخکنی والي ملا محمد آمان عبید د کابل د والي، د کابل مخکنی والي شیخ محمد قاسم خالد د نیمروز د والي او د نیمروز مخکنی والي مولوي نجیب الله رفیع د دایکنډي د والي په توکه ټاکل شوي دي.
 
نوموړي زیاته کړې، د میدان وردګ ولایت مخکنی امنیه قوماندان مولوي محمد شریف حلیمي د پکتیکا ولایت د امنیه قوماندان په توګه او د پکتیکا ولایت مخکنی امنیه قوماندان د میدان وردګ ولایت د امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوي دي.
 
جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 166219

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/166219/

جمهور
  https://www.jomhornews.com