د جوزجان ولایت سیمه ییزه چارواکي وايي، دوی ۱۳ سره باختري هوسۍ او یو غرڅه چې د عبدالرشید دوستم په کور کې د قانون خلاف ساتل کېدې کابل ژوبڼ ته وسپارلې.
د جوزجان مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپانه کې اعلان کړی، چې ۱۱ سره باختري هوسۍ چې ۶ سره په کې نر، پنځه سره ماده، ۲ سره یې بچي او دغه راز یو هم نر غرڅه شامل دي کابل ژوبڼ ته ولېږدول شول.
خبرپاڼه کې زیاته شوې، دغه اقدام د جوزجان ولایت د مقام په وړاندیز او د ریاست الوزرا په لارښوونه اخیستل شوی دی.
سرچینې زیاته کړې، دغه حیوانات له دې وړاندې جوزجان ولایت کې د عبدالرشید دوستم په کور کې د چاپېریال ساتنې د قانون خلاف ساتل کېدل په داسې حال کې، چې د دغه حیوانانو د استوګنې اصلي ځای د کندوز، تخار، بدخشان او بلخ ولسوالیو کې د آمو سیند څنډې وې.
جمهورخبري آژانس