چیني پانګوال افغانستان کې د کاني موادو د تشخیص او تحلیل لابراتوار جوړوي

4 قوس 1402 ساعت 12:39

یو شمېر چینايي پانګوالو چې د افغانستان د کانونو سکتور کې یې پانګونه کړې ویلي، په دغه هېواد کې د کاني موادو د تشخیص او تحلیل یو لابراتوار جوړوي.


یو شمېر چینايي پانګوالو چې د افغانستان د کانونو سکتور کې یې پانګونه کړې ویلي، په دغه هېواد کې د کاني موادو د تشخیص او تحلیل یو لابراتوار جوړوي.
 
دغه چینايي پانګولو  د طالبانو د سیاسي معاونیت د دفتر رییس مولوي ذاکر سره په لیدنه کې ویلي، رامنځ ته شوی فرصت د سوداګرو او پانګوالو لپاره بې مخینې دی او په ډېری هېوادونو کې شتون نه لري.
 
چینايي پانګوالو و ویل، دوی په پام کې لري، چې د کاني موادو د تشخیص او تحلیل لپاره یو معیاري لابراتوار په افغانستان کې جوړ کړي او د کانونو په اکتشافي پړاونو باندې په لوړه کچه پانګونه وکړي.
 
د طالبانو د سیاسي معاونیت دفتر رییس مولوي ذاکر په افغانستان کې د چین پانګونه مهمه وبلله زیاته یې کړه، چې د ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو پر مخ د ټولو اداو دروازې پرانستې دي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 166136

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/166136/

جمهور
  https://www.jomhornews.com