بغلان کې د خلکو سرچينې وايي چې په دغه ولايت کې يو پخوانى سرتېرى د طالبانو د استخباراتو له خوا نيول شوى دى.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پخوانى سرتېرى سردار محمد نومېږي او ٤٥ ورځې وړاندې د بغلان ولايت د مرکز پلخمري ښار د دو سرکې له سيمې څخه د طالبانو له خوا نيول شوى و.
ويل کيږي چې سردار محمد چې د بغلان ولايت د خوست فرنګ ولسوالۍ اوسيدونکى دى نامعلوم ځاى ته ليږدول شوى او تراوسه يې د برخليک په باب خبر نشته.
هغه د طالبانو تر واکمنۍ وروسته ټکسي چلوله.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې ملګرو ملتونو راپور ورکړی و چې طالبانو په تېرو دوو کلونو کې د عمومي عفوې له اعلان سره سم د پخوانيو امنیتي ځواکونو ۸۰۰ غړي نیولي، شکنجه کړي او یا یې ورک کړي دي.
جمهورخبري آژانس