د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي وايي، هلمند سیند ته د یوه موټر غورځېدو پېښه کې شپږ تنه مړه شوي دي.
دغه پېښه پرون د لړم ۲۹ مه مهال رامنځ ته شوې، چې د ګرمسیر ولسوالۍ څخه د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار ته روان مسافر وړونکی موټر سیند ته ولوېده.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د چارواکو په وینا، په دغه پېښه کې د دریو ماشومانو په ګډون شپږو تنو ژوند له لاسه ورکړی دی، خو موټر چلوونکي ته کوم زیان نه دی رسېدلی.
جمهورخبري آژانس