۰

متقي د هرات لپاره د ترکمنستان سرقونسل باور پاڼه ومنله

چهارشنبه ۲۴ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۲۸
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د هرات ولایت لپاره د ترکمنستان هېواد باور لیک ومانه.
متقي د هرات لپاره د ترکمنستان سرقونسل باور پاڼه ومنله
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د هرات ولایت لپاره د ترکمنستان هېواد باور لیک ومانه.
 
د وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل تېره شپه ناوخته پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، په داسې حال کې، چې کابل کې د ترکمنستان سفیر خواجه غوضوف هم حضور درلود د هرات لپاره د ترکمنستان هېواد د سرقونسل باتیار یالوف باور لیک ومانه.
 
متقي د افغانستان او ترکمنستان ۳۰ کلنې اړیکې مثبتې وبللې او د طالبانو له لوري یې د ټاپي او ټاپ نیمه کار شویو پروژو د عملي کولو لپاره چمتوالی وښود.
 
جمهورخبري آژانس

 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *