د تېرې اوونۍ د زلزلې ټاکانونو پر دوام هرات او ورڅېرمه ولایتونه یو ځل بیا ۶.۳ درجې او ۵.۵ درجې زلزلو سخت لړزولي دي.
دغه زلزله نن یکشنبې د تلې ۲۳ مه سهار ۸:۶ بجې شوې او هرات ولایت یې یو ځل بیا لزولی دی.
د امریکا د زلزله سنجونې مرکز د معلوماتو پر اساس دغه زلزله د ریشتر په حساب ۶.۳ درې په ۸ کیلومتره ژوروالي کې وه، چې مرکز یې د هرات ولایت کشک ولسوالي وه او دویمه زلزله چې ۵.۵ درې وه په همدې ولسوالۍ کې د ۱۱.۹ کیلومتره په ژوروالي رامنځ ته شوې ده.
د نن سهار زلزله، په هرات، بادغیس، غور، فاریاب، فراه، نیمروز، ایران او ترکمنستان کې هم احساس شوې ده.
تر اوسه د دغه زلزلې د مرګ ژوبلې او مالي زیان په اړه معلومات نشته.
باید و ویل شي، چې د هرات د تېرې اوونۍ په زلزله کې تر ۲۴۰۰ زیات کسان شهیدان شوي او له ۹ زره زیات ټپیان شوي دي.
جمهورخبري آژانس