د غور د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست طالب چارواکي وايي، دغه ولایت ته څلورو ایټاليايي سیلانیان ورغلي او تاریخي ځایونه یې لیدلي دي.
دغه سیلانیان پرون غور ته ورغلي او د دغه ولایت له تاریخي، لرغونو او طیبعي ځایونو یې لیدنه کړې ده.
دوی ویلي، د افغانستان اوسني ښه امنیت او ښو شرایطو دوی دې ته وهڅول چې افغانستان ته سفر وکړي.
جمهورخبري آژانس