د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معین محمد یونس راشد وايي، دوی د ځوانانو د فکري اصلاح طرحه تصویب کړه.
راشد نن ویلي، د ځوانانو د فکري اصلاح طرحه د دوی د مشر ملا هبت الله له خوا تایید شوې ده.
هغه د دغه طرحې په اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو وايي ډېر ژر به یې د رسنیو له لارې تر خلکو وروسوي.
جمهورخبري آژانس