د طالبانو کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په پکتیکا ولایت کې پر ۲۶۰۲ وزیرستاني کډوالو کورنیو باندې خوراکي توکي و وېشل شول.
د سرچینې په وینا، دغه کورنۍ د همدې ولایت د کډوالو چارو ادارې له خوا له وړاندې په برمل او ارګون ولسوالیو کې اړمن پېژندل او سروې شوي او هرې کورنۍ ته ۴ قلمه خوراکي توکي ورکړل شول.
جمهورخبري آژانس