د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یوشیائو یونګ د مسکو فارمټ غونډه کې د وینا پر مهال ویلي، په افغانستان کې د امریکا ۲۰ کلن اشغال دغه هېواد په کنډواله بدل کړ.
نوموړي زیاته کړې، سیمه ییزه او نړیواله ټولنه باید له امریکا وغواړي، چې د افغانستان په اړه خپلې ژمنې او مسوولیتونه په ښه توګه عملي کړي.
دی وايي، څرنګه چې پوهېږو په افغانستان کې د امریکا او ناټو ۲۰ کلن اشغال د افغانستان خلکو ته زیاتې ستونزې زېږولې او دا هېواد یې په کنډواله بدل کړی دی.
د هغه په وینا امریکا او متحدینو یې پر افغانستان مرستې بندې کړې، د دغه هېواد پانګې یې کنګل کړې او پر افغانستان یې یو اړخیزه بندیزونه لګولي، چې د داغه هېواد د خلکو ستونزې یې لا بدتره کړې دي.
جمهورخبري آژانس