طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د دوی د امارت مشر ملا هبت الله اخوند زاده د ۲۰۵ البدر قول اردو له روغتون څخه لیدنه وکړه.
مجاهد پرون جمعه د تلې ۷ مه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د اسلامي امارت مشر ملا هبت الله اخوندزاده د ۲۰۵ البدر قول اردو له روغتون څخه لیدنه کړې ده.
د مجاهد په وینا، ملا هبت الله د دغه قول اردو له قوماندان او نورو چارواکو سره هم لیدلي او روغتیايي مسوولینو ته یې لارښوونه کړې، چې خپلې دندې په ښه توګه تر سره کړي.
جمهورخبري آژانس