د قزاقستان ځینو سوداګرو د افغانستان او قزاقستان هېوادونو د خصوصي سکتور په ګډه ناسته کې ویلي، افغانستان د پانګونې او سوداګرۍ لپاره یو امن او ښه ځای دی.
پرون د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکتور تر منځ په افغانستان کې د پانګونې د جذب په خاطر غونډه شوې ده.
د طالبانو د سوداګرۍ وزارت وايي، په دغه ناسته کې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور استازو، د غیر الکولي څښاک، کریمه ډبرو او معدني توکو، کیمیاوي سرې، د موټرو بېټرۍ، رخت او نساجۍ، نفتي توکو، غنمو او اوړو، سیاحت او رستورانت لرلو او خوراکي توکو د تولید پر پانګونه خبرې وکړې.
د سرچینې په وینا د قزاقستان سوداګرو او پانګوالو افغانستان د سودارګرۍ او پانګونې لپاره یو امن او مناسب چاپېریال وباله.
قزاقي سوداګر ارمان، یسین تایوف ویلي، هڅه کوي، په نېږدې راتلونکې کې به د افغانستان د تولیدي صنایعو نندارتون په قزاقستان کې هم جوړ کړي او د قزاقستاني محصولاتو نندارتون به افغانستان کې.
جمهورخبري آژانس