د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند مجاهد محمد انصاري ویلي، له افغانستان سره د نړۍ نه تعامل ښې پایلې نه لري او نه به یې هم ولري.
نوموړي له المانیتور خبري شبکې سره مرکه کې زیاته کړې، له طالب چارواکو سره د نړیوالې ټولنې تعامل آسانه کار نه دی، خو له افغانستان سره نه تعامل به ښې پایلې ونه لري.
ښاغلي انصاري ټینګار کړي، چې د قطر دولت د افغانستان او نړۍ تر منځ د منځګړیتوب لپاره هڅې کوي.
جمهورخبري آژانس