عبدالطیف منصور:

د آمو دریاب حوزه کې له چا سره د اوبو کوم تړون نه لرو

30 سنبله 1402 ساعت 11:04

د طالبانو د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر مولوي عبدالطیف منصور د قوش تېپې کانال په اړه د اوزبیکستان د ولسمشر څرګندونو او اندېښنو ته توند غبرګون ښودلی دی.


د طالبانو د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر مولوي عبدالطیف منصور د قوش تېپې کانال په اړه د اوزبیکستان د ولسمشر څرګندونو او اندېښنو ته توند غبرګون ښودلی دی.

د اوزبکستان ولسمشر څو ورځې وړاندې د قوشتېپې کانال کیندل د سیمې د اقلیمي بدلون لپاره لوی زیان بللی و او په دې اړه یې اندېښنې څرګندې کړې وې.
 
خو د طالبانو د اوبو او برېښنا وزیر په تازه څرګندونو کې ویلي، دوی د امو دریاب په اړه له هېچا سره د اوبو کوم تړون نه لري، خو په وینا یې چمتو دي، چې د آمو رود په اړه د ګاونډیانو د اندېښنو د له منځه وړلو لپاره خبرې اترې وکړي.
 
نوموړي ویلي، هغه کسان چې اندېښنې ښيي او اعلان کوي، چې د تړون پر اساس باید توافق وشي، افغانستان د اوبو په اړه له چا سره کوم تړون نه لري او موږ هم په دې برخه کې له چا سره کوم تړون او قرارداد نه لرو.

دی زیاتو، کله چې په تړون کې تخلف وشي، په هغه صورت کې باید اندېښنې ښکاره کړل شي، خو په اوسنیو شرایطو کې موږ د آمو دریاب په اړه له هېچا سره کوم تړون نه لرو.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 163958

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/163958/

جمهور
  https://www.jomhornews.com