چین افغانستان کې بنسټیزې پروژې پيلوي 

30 سنبله 1402 ساعت 8:35

د لوګر ولایت د مس عینک کان قراردادري چینايي شرکت رییس ویلي، چې د بنسټیزو پروژو د پلي کولو له لارې د افغانستان په بیارغونه او پرمختګ کې مهمه ونډه اخلي.


د لوګر ولایت د مس عینک کان قراردادري چینايي شرکت رییس ویلي، چې د بنسټیزو پروژو د پلي کولو له لارې د افغانستان په بیارغونه او پرمختګ کې مهمه ونډه اخلي.
 
خه شوپینګ پرون د وږي ۲۹ مه د افغانستان د سرپرست دولت د اقتصاد سرپرست وزیر قاري دین محمد حنیف سره کابل کې لیدلي دي.
 
ښاغلي خه شوپینګ ویلي، د چین دولت غواړي په بېلا بېلو سکتورونو کې د بنسټیزو پروژو پلي کولو له لارې د افغانستان په بیا رغونه او اقتصادي پرمختګ کې برخه واخلي.
 
ښاغلي شوپينک د مس عینک پروژې په اړه د معلوماتو او د نړیوالو بنسټونو سره د مس عینک ساحې د تاریخي آثارو په اړه د همغږۍ او د مس عینک کان د عملي استخراج په اړه یې ډاډ ورکړ.
 
جمهورخبري آژانس

 
 


د مطلب کود: 163942

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/163942/

جمهور
  https://www.jomhornews.com