زابل د طبعي پېښو سره د مبارزې ریاست په دغه ولایت کې له پنځوسو زیاتو ځپل شویو کورنیو ته د نغدي مرستې د ورکولو خبر ورکړی دی.
دغه مرسته د DRC موسسې په مالي ملاتړ د دغه ولایت شاجوی ولسوالۍ کې د طبعي پېښو ځپل شویو ۵۰ کورنیو ته چې کورونه یې تخریب شوي و نغدې مرستې ورکړل شوې.
د چارواکو په وینا هر کورنۍ ته ۱۲ زره افغانۍ ورکړل شوې دي.
د زابل د طبعي پېښو سره د مبارزې ریاست چارواکي وايي، د زیانمنو شویو کورونو د جوړلو په خاطر ځپل شویو کسانو ته به د مرستو ورکولو لړۍ راتلونکې کې هم دوام وکړي.
جمهورخبري آژانس