ملګرو ملتونو پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو د درېدو غوښتنه وکړه

30 سنبله 1402 ساعت 8:25

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د پاکستان له دولت څخه غوښتي، چې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ ودروي.


د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د پاکستان له دولت څخه غوښتي، چې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ ودروي.
 
د جمهور آژانس د خبر له مخې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ چارواکو پرون د پاکستان له دولته غوښتي، چې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ فورآ ودروي.

د ویلو ده، چې په دې وروستیو کې د پاکستان دولت یو ځل بیا په بېړه د افغان کډوالو د نیولو لړۍ پيل کړې او د یوې اوونۍ راهیسې یې د ماشومانو په ګډون ۸۰۰ افغان کډوال نیولي دي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 163939

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/163939/

جمهور
  https://www.jomhornews.com