د جوزجان سیمه ییزه چارواکي وايي، د دغه ولایت په خانقاه ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي د ودانۍ بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
دوی ویلي، د دغه ښوونځي ودانۍ د یو میلیون او ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې ده.
د چارواکو په وینا یاد ښوونځۍ ۵ درسي ټولګي او یو اداري کوټه لري، چې مالي لګښت یې د یوه خیریه کس له خوا ورکړل شوی او نور اړین وسایل یې د پوهنې وزارت له خوا تامېنېږي.
جمهورخبري آژانس