کنړ کې د پاکستاني طالبانو ۷۰ غړي نیول شوي دي

27 سنبله 1402 ساعت 14:38

د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي یوه قوماندان ویلي، د دوی د ډلې ۷۰ غړي د افغانستان کنړ ولایت کې نیول شوي دي.


د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي یوه قوماندان ویلي، د دوی د ډلې ۷۰ غړي د افغانستان کنړ ولایت کې نیول شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د پاکستاني طالبانو دغه قوماندان د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، افغان طالبانو د پاکستاني طالبانو  ۷۰ غړي نیولي دي، چې په کې ۱۵ تنه ټپیان هم دي.
 
هغه زیاته کړې، د ټي ټي پي دغه غړي د چترال په پېښه کې لاس درلود، چې د افغانستان د طالبانو د چارواکو په لارښوونه نیول شوي او د څرخي پله زندان ته لېږدول شوي دي.
 
افغان طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 163860

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/163860/

جمهور
  https://www.jomhornews.com