نجیب الله امیر:

افغانستان کې د بانکونو وضعیت مخ پر ښه کېدو دی

27 سنبله 1402 ساعت 14:30

د افغانستان د خصوصي بانکونو ټولنې اجرائیه رییس په تېرو دوه کلونو کې د بانکونو د وضعیت مخ پر ښه کېدو خبر ورکړی دی.


د افغانستان د خصوصي بانکونو ټولنې اجرائیه رییس په تېرو دوه کلونو کې د بانکونو د وضعیت مخ پر ښه کېدو خبر ورکړی دی.
 
د جمهور آژانس د خبر له مخې نجیب الله امیري ویلي، د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د بانکونو ۴۰۰ نماینده ګۍ فعالې او لاس رسي وړ دي.
 
د هغه په وینا څلورو بانکونو کابو په بېلا بېلو سکتورونو کې کابو ۴۰ میلیارده افغانۍ پانګونه کړې او ۸۰۰ زره کارکونکو ته معاشونه ورکوي.
 
د خصوصي بانکونو ټولنې اجرائیه رییس ویلي، د افغانستان د بانکونو وضعیت په تېرو دوه کلونو کې مخ په ښه کېدو روان دی.
 
دا په داسې حال کې ده، چې پانګوال او سوداګر وايي، د پیسو اخیستلو کې لا هم ستونزو سره مخ دي او غواړي، چې پولي محدویتونه له منځه یووړل شي.
 
جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 163858

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/163858/

جمهور
  https://www.jomhornews.com