مارک میلي:

اعتراف کوم چې په افغانستان کې مو ماته وخوړه

23 سنبله 1402 ساعت 9:39

د امریکا د پوځ مشر جنرال مارک میلي، پر دې تریخ اعتراف کړی، چې په افغانستان کې د امریکا ۲۰ کلنه جګړه له ماتې سره مخ وه.


د امریکا د پوځ مشر جنرال مارک میلي، پر دې تریخ اعتراف کړی، چې په افغانستان کې د امریکا ۲۰ کلنه جګړه له ماتې سره مخ وه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې جنرال میلي ویلي، په افغانستان کې د امریکا ۲۰ کلنه جګړه له ماتې سره مخ وه او له دغه هېواد څخه د امریکا وتل له غوښتنې سره سم نه وو.
 
نوموړي زیاته کړې«څرنګه چې ما غوښتل پای ته ونه رسېده، وګورۍ، کله چې دښمن ستاسو پلازمېنه نیسي، دا یو ستراتېژیکه ماتې ده، دا هغه څه دي، چې زه په عام منظر کې پرې اعتراف کوم، هېڅ داسې لار وجود نه لري، چې هغه د یو بریالۍ ستراتیزیک بریالیتوب وبولي.»
 
د هغه په وینا څو ورځې وړاندې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال فرانک مکنیزي هم له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو خبره تایید کړه او ویې ویل، له کابل څخه د وتلو هېڅ کافي فرصت نه وو.
 
میلي ویلي«په پراخ مفهوم کې جګړې شکست خوړلی وو، موږ له ۲۰ کلونو زیات له طالبانو او د هغوی له ملاتړو سره وجنګېدو، هغو په زیاتو دلایلو په کابل کې بریالي شو او موږ د وتلو لپاره کافي وخت نه درلود،»

جمهورخبري آژانس

 


د مطلب کود: 163789

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/163789/

جمهور
  https://www.jomhornews.com