‏ندا محمد ندیم:

د بلوڅ مېشتو سیمو پوهنتونو کې د بلوچي زبې پوهنځۍ جوړوم

22 سنبله 1402 ساعت 13:12

د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي ندا محمد ندیم وايي، بلوڅ مېشتو سیمو پوهنتونو کې د بلوڅي ژبې پوهنځۍ جوړوي.


د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي ندا محمد ندیم وايي، بلوڅ مېشتو سیمو پوهنتونو کې د بلوڅي ژبې پوهنځۍ جوړوي.
 
د جمهور آژانس د خبر له مخې ندیم نن چهارشنبې د وږي ۲۲مه د افغانستان د بلوڅانو قومي شورا سره کتلي او ویلي یې دي، د افغانستان ټول قومونه د امارت پر وړاندې یو شان حقوق لري او امتیاز یوازې د تقوا، مسلک او ژمتیا په اساس دی.

نوموړي زیاته کړې، چې د بلوڅ ځوانانو لپاره به د لوړو زده کړو زمینه برابروي او د اړتیا سره سم به په هغه سیمو کې، چې زیات بلوڅان په کې مېشت دي د ژبو او ادبیاتو پوهنځۍ جوړوي.

د افغانستان د بلوڅانو شورا هم د لوړو زده کړو وزارت له سرپرست څخه وغوښتل، چې د دغه قوم ځوانانو ته پاملرنه زیاته کړي او په بلوڅ مېشتو سیمو پوهنتونونو کې د بلوڅي ژبې پوهنځۍ جوړې کړي.
 
جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 163761

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/163761/

جمهور
  https://www.jomhornews.com