ترکیه کي د افغانانو په ګډون ۱۲۲ تنه غیرقانوني کډوال نیول شوي

22 سنبله 1402 ساعت 10:23

د ترکیې امنیتي ځواکونو په دغه هېواد کې د افغانانو په ګډون د ۱۲۲ تنو غیرقانوني ګډوالو د نیولو خبر ورکړی دی.


د ترکیې امنیتي ځواکونو په دغه هېواد کې د افغانانو په ګډون د ۱۲۲ تنو غیرقانوني ګډوالو د نیولو خبر ورکړی دی.
 
د جمهور آژانس د خبر له مخي د ترکیې پولیسو پرون د دغه هېواد په ادیرنه ولایت کې د افغانانو په ګډون د ۱۲۲ تنو غیرقانوني کډوال نیولي دي.
 
پولیس وايي، دغه کسان، د سوریې، عراق، افغانستان او پاکستان وګړي دي او د قانوني پړاوو تر طی کولو وروسته د ادیرنه ولایت د کډوالو ادارې ته لېږدول شوي دي.
 
له دغو کډوالو ځینو هغو ویلي، چې د یونان د امنیتي ځواکونو له خوا ورسره زور زیاتی شوی او وهل شوي دي.

جمهور خبري آژانس


 
 


د مطلب کود: 163754

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/163754/

جمهور
  https://www.jomhornews.com