د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ په تازه څرګندونو کې د طالبانو ستاینه کړې او ویلي یې دي دغه ډلې وکولی شوال داعش ډله وځپي.
وېسټ پرون سه شنبې د وږي ۲۱ مه استیمسون فکري مرکز کې د وینا پر مهال ویلي، طالبانو افغانستان کې د داعش ډلې اته مهم قوماندانان له منځه وړي او پر ملکي وګړو په ځانګړې توګه په هزاره توکمه خلکو بریدونه کم شوي دي.
د امریکايي چارواکو دغه اعترافات پر داسې مهال مطرح کېږي،چ ې د امریکا تر مشرۍ لاندې ناټو په تېرو ۲۰ کلونو کې ونه شوای کولی په افغانستان کې یو نسبي امنیت لا ټینګ کړي.
جمهورخبري آژانس