سرچینې وايي، پنجشېر ولایت کې د هلمند او کندهاري طالبانو تر منځ نښته رامنځ ته شوې او دواړو لورو ته درې کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سرچینې په وینا دغه نښته پرون د غبرګولي ۱۶ مه د دې ولایت په آبشار ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
سرچینه زیاتوي، په دغه نښته کې دوه طالبان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
تر اوسه د نښتې د رامنځ ته کېدو علت نه دی معلوم او ځايي طالبانو هم څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس