د افغانستان او سریلانکا د کرکټ ملي لوبډلو تر منځ د دریو یو ورځنیو لوبو لومړی لوبه افغانستان د ۶ ویکټو په توپیر وګټله.
دغه لوبلړۍ پرون په سریلانکا کې پیل شوه، چې د لومړۍ لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړي یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
سریلانکا د ۵۰ اورونو په پوره کېدو او ۱۰ واړه لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۶۸ منډې وکړې او افغانستان ته یې د ۲۶۹ منډو هدف وټاکه.
په توپ اچونه کې فضل الحق فاروقي او فرید ملک دوه دوه، محمد نبي، مجیب الرحمن، نور احمد او عظمت الله عمرزي یوه یوه ویکټه واخیسته.
د افغانستان د توپ وهنې پیل ښه او د لوبې په ۴۷ اور کې یې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره ورکړل شوی هدف پوره او لوبه یې وګټله.
په افغان توپ وهونکو کې ابراهیم ځدران د یوې شپږیزې او ۱۱ څلوریزو پر مټ ۹۸ او رحمت شاه ۵۵ منډې وکړې.
د یادونې ده، چې د دواړو لوبډلو ترمنځ دویمه لوبه سبا یکشنبې د غبرګولي ۱۴ مه په همدې میدان کې تر سره کېږي.
جمهورخبري آژانس