په داسې حال کې، چې ویل کېږي ځینو هېوادونو کابل کې خپل سفارتونه تړلي، روسیې ویلي دوی دا هوډ نه لري، چې کابل کې خپل سفارت وتړي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیرکابلوف زیاته کړې، مسکو په کابل کې د خپل سفارت د تړلو نیت نه لري.
تاس خبري آژانس د کابلوف له قوله ویلي، چې له دې مخکې کابل کې د څو عربي او لوېدیځو هېوادونو دیپلوماتیکو بنسټونو د تړلو په هلکه راپورونه خپاره شوي دي، خور روسیه تر اوسه په افغانستان کې د خپل سفارتد تړولو هوډ نه لري.
جمهورخبري آژانس