د ناروې استازې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه کې په زغرده ویلي، چې د افغانستان منزوي کول د هېچا په ګټه نه دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړې زیاته کړې، له طالبانو سره باید اړیکې وساتل شي ځکه د افغانستان منزوي کېدل نه د افغانانو او نه هم د نړیوالې ټولنې په گټه دي.
هغې ویلي، طالبانو د افغانستان بیارغونې پر ځای د افغانانو د حقونو محدودولو لاره غوره کړې او اوس افغانستان په نړۍ کې یوازېنۍ هېواد دی چې پکې له نجونو څخه د زده کړو حق اخیستل شوی دی.
دغه راز دې غونډې ته د گانا استازي ویلي چې د زده کړو حق د ټولو انسانانو له اساسي حقونو څخه دی.
نوموړي په طالبانو غږ کړی د افغان ښځو او نجونو بشري حقونه ورکړي او په افغانستان کې د افغان نجونو لپاره ثانوي ښوونځي پرانیزي.
جمهورخبري آژانس:کابل